کابل ته د طالبانو د ننوتلو په اړه د امريکا، فرانسې او ايران غبرګونونه
cri2021-08-16 15:23:50
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اګست په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ، چې طالبان کابل ته ننوتلي او دغه ښار يې تر کنټرول لاندې راوستلی دی. ځينو هېوادونو د افغانستان د اوسنيو حالاتو پر وړاندې د مختلف اقدامات تر سره کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا د کابل هوايي ډګر د امنيت د ساتنې لپاره کوښښ کوي، څو د دغه هېواد او ملګرو هېوادونو غير پوځي کارکوونکي د ملکي يا پوځي الوتکو له لارې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي. امريکا به د دې موخې د پوره کولو لپاره په راتلونکيو ۴۸ ساعتونو کې کابل کې د خپلو سرتيرو شمېر ۶۰۰۰ ته زيات کړي. داسې ښکاري چې په راتلونکيو څو ورځو کې به د امريکايي اتباعو او ځينو افغانانو په ګډون زرګونه کسان له دغه هېواد څخه ووځي.

د فرانسې خارجه وزارت د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې فرانسوي حکومت به يې په افغانستان کې خپل لوی سفارت د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي او د فرانسويانو د وتلو چارې به تر سره کړي. فرانسه به په راتلونکيو څو ساعتونو کې عربي متحده اماراتو سره پوځي او هوايي مرستې وکړي، څو له افغانستانه ايستل شوي فرانسويان په خوندي ډول ابوظبۍ ته ورسوي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت په ۱۵مه نېټه ويلي، ښايي ګڼ شمېر افغان کډوال ايران ته ننووزي. دغه وزارت افغانستان ته نژدې په درېيو ولايتونو کې لنډ مهالي کورونه جوړ کړي، څو د کرونا وبا د مخنيوي پر بنسټ افغان کډوال هملنه ځای پر ځای کړي. د ايران خارجه وزارت ويلي، چې په افغانستان کې ايراني ډيپلوماتان له ۵ ښارونو څخه کابل ته راغونډ شوي او شمېر يې هم کم شوی دی. د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې ايران د همغږۍ کميټې د جوړولو په اړه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بيانيې ملاتړ کوي او هيله لري چې ياده کميټه د دغه هېواد د حکومت د سوله ييز انتقال لپاره مناسب رول ولوبوي. ايران به په هر وخت کې له افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو په دې هېواد کې سوله راشي. (شکريه)