ګنګ شوانګ: د افغانستان د حالاتو په اړه د چين دريځ څرګند کړ
cri2021-08-17 11:13:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اګست په ۱۶مه نېټه د افغانستان مسئلې او حالاتو په اړه د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې د چين دريځ څرګند کړ.

نوموړي وويل، د افغانستان په وضعيت کې ناڅاپي ستر بدلون راغلی او چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي. په افغانستان کې د سولې، ثبات او عادي نظام جوړولو ته بايد لومړیتوب ورکړل شي، ځکه دا تر نورو چارو ډېر اهميت لري. په دغه هيواد کې بايد جنګ پای ومومي او نوره بايد مرګژوبله پکې رامنځته نشي او افغان کډوالو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بهرنيو ډيپلوماتانو او اتباعو امنيت او ګټې په نظر کې ونيسي او طالبان دې د دوی امنيت وساتي. د افغانستان بېلا بېلې خواوې دې د خلکو ژوند او شتمنيو درناوی وکړي او د بهرنيانو وتلو لپاره دې لار جوړه کړي.

هغه وويل، چين په دې نظر دی، چې افغان سياستوال بايد د افغانستان مسئلې د حل و فصل لپاره سياسي همغږي پيدا کړي، څو دغه هيواد بیا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي. چين هيله لري، چې طالبان خپلې ژمنې عملي او له ترهګريزو ډلو سره اړيکې غوڅې کړي.

(شکريه)