د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اګست په ۱۶مه نېټه د افغانستان د حالاتو په اړه يوه بيړنۍ غونډه ترسره کړه او د دغه هيواد له بېلا بېلو ډلو څخه يې وغوښتل، چې سمدلاسه هر ډول دښمنانه کړنې پای ته ورسوي، د خبرو اترو له لارې دې يو موټی او ټولشموله حکومت جوړ کړي او ښځو ته دې هم پکې برخه ورکړي.
(شکريه)