د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۰۷۱۷۳۰۸۶ ته رسېدلی
CRI2021-08-17 11:19:46
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان د اګست په ۱۶مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشت د مازديګار تر ۶ بجو او ۴۱ دقيقو پورې،  په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۶۰۵۱۶ زيات شوی، او عمومي شمېر يې ۲۰۷۱۷۳۰۸۶ ته رسېدلی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړينې شمېر ۸۵۶۵ زيات شوی، او عمومي شمېر يې ۴۳۶۱۹۹۶ ته رسېدلی دی.