په کابل کې د چين لوی سفير وانګ يو: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امريکا د ناکامو تګلارو پايله ده
cri2021-08-17 15:14:04
شريکول:

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د اګست په ۱۶ مه نېټه د چين مېډېا ګروپ له خبريال سره د مرکې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې اوسنی ضعیت د امريکا د ناکامو تګلارو پايله او هم له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو د نامسئولانه وتنې نتيجه ده. نوموړي وويل، چې د چين سفارت د افغانستان وضعيت پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي، د دغه هېواد حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري، په کورنيو چارو کې يې مداخله نه کوي، له بېلابېلو خواوو سره تماس ساتي او له ټولو افغانانو سره ښې دوستانه اړیکې غواړي.

نوموړي هيله وښودله، چې د افغانستان بېلابېلې خواوې د هېواد او ملت ګټو او سوله ييز پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او له خپلو حالاتو سره سم ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي. نوموړي زياته کړه، چې د چين سفارت به د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.