د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۱۶مه نېټه د دولتي شورا کاري غونډه تر سره کړه. دغې شورا د چين د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان د کار موندنې د پياوړتيا لايحه تصويب کړه، کار موندنې ته د لومړيتوب ورکولو پاليسې يې جوړه او د کار موندنې اندازه او کیفيت يې لوړ کړ.
د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې ويل شوي، چې حکومت بايد له يوې خوا په بازار او ټولنه کې د کار موندنې فرصتونه برابر او له اړمنو خلکو سره دې عمده مرستې وکړي. او له بلې خوا دې د تصديو ستونزې حل کړي او هڅې دې وکړي چې ماليه او لګښت يې ټيټ کړي.