د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان ملي دفاع وزارت د اګست په ۱۶مه نېټه وويل، د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه يې د افغانستان يوه پوځي الوتکه رانسکوره کړه، چې په غير قانوني توګه د دې هېواد حريم ته ننوتلې وه.
ياده الوتکه د ازبکستان په سرخندريه ولايت کې غوځېدلې ده.
د ازبکستان ملي دفاع وزارت ويلي، چې په ياده پېښه کې څوک نه دي وژل شوي او د پېښې په اړه يې پلټنه روانه ده.
ځايي رسنيو د روانې مياشت په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی، چې يوه الوتکه، چې د افغانستان د هوايي ځواک نښه لري، په ازبکستان کې لوېدلې ده.