ګوتريس: نړيواله ټولنه بايد د افغانستان حالات په ګډه حل کړي
CRI2021-08-17 11:23:51
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اګست په ۱۶مه نېټه د افغانستان د حالاتو په اړه يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړه. د م.م سرمنشي ګوتريس په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د افغانستان حالاتو ته پاملرنه زياته کړې او شته ستونزې په ګډه حل کړي.

نوموړي وويل، چې د افغانستان په دغه سخت وخت کې بېلابېلې خواوې، په تېره بيا طالبان بايد د خلکو امنيت وساتي او بشري حقونو ته يې بايد پاملرنه وکړي. نړیواله ټولنه هم بايد تر خپلې وسې پورې د افغانانو بشري حقوقو ته پاملرنه وکړي او هڅې دې وکړي، چې افغانستان دوباره د ترهګرۍ ځاله ونه ګرځي.