د امريکا زورواکي او د افغانانو بشري حقونه
cri2021-08-17 15:07:10
شريکول:

طالبان د اګست په ۱۵مه نېټه د افغانستان پلازمينې  کابل ته ننوتل  او  د امريکې او لوېديځو هېوادونو  په ملاتړ جوړ افغان حکومت يې ړنګ کړ . د امريکې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اوسني ولسمشر بايډن څخه وغوښتل، چې له خپلې دندې څخه  استعفا وکړي. بايډن يوه خوا د افغانستان د اوسني وضعیت پړه پر ټرمپ اچوي او  بله خوا وايي،  چې امريکا   افغانستان ته د دغه هيواد د ابادۍ په موخه نه وه تللې، که امريکايي سرتيري په افغانستان کې نور هم پاتې شي، نو نوره زياته مرګژوبله به رامنځته شي. دا د دې ښودنه کوي، چې امريکايي سياستوال د ۳۰ ميليونو افغانانو ګټو ته هېڅ پاملرنه نه کوي، خو يوازې په خپلمنځ کې يو پر بل پړه اچوي او له خپلو دندو څخه تېښته کوي.

  امريکا که څه هم په افغانستان کې زر ميليارډه ډالره لګولي او څه دپاسه دوه زره امريکايي سرتيرو يې دغه هيواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دغه هيواد په منځنۍ اسيا کې د دوی يوه ستراتيژيکه اډه هم ګڼل کېده. دوی اوس د خپلو ګټو او سياسي موخو د ساتلو لپاره له دې هېواد څخه ووتل او هېڅ داسې فکر نه کوي، چې افغانانو ته يې څه ډول ګډوډي  ور پرېښودلې ده. په افغانستان کې د تش په نوم د ترهګرۍ ضد د امريکې شل کلنې جګړې دغه هېواد ته څه په ميراث پرېښودل؟ يوازې افغانان د  دې پوښتنې د ځواب حق لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يوې پخوانې غړې چې له خپل نوم څخه يې ډډه کړې،  د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، کله چې امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته لاړل، د دوی یوازینی دلیل  دا و، چې دلته د بشر حقونه نقض شوي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. خو اوس چې دوی بېرته وځي، نو پوښتنه دا ده، چې ایا زموږ د بشري حقونو وضعیت ښه شوی؟ ایا ښځو خپل حق ترلاسه کړی؟ ځواب يې نه  دی. زموږ راپورونه ښيي، چې ملکي تلفات لوړ شوي، ډېر زیات شمېر خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي او په دې ګرمۍ کې اړ شوي، چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

د دغې مېرمن په قول، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوه اداره  لري، چې هغوی ملکي تلفات مستند کوي، هر کال دوه راپورونه خپروي او هر وخت همدا پکې دا راغلي، چې د امريکې او ناټو پوځي عملياتو او هوایي بمباريو په ډېرو ولایتونو کې ملکي تلفات اړولي دي . استراليايي ځواکونو په ارزګان ولایت کې ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله او د دوی  د ملکي تلفاتو دا  ريکارډ ساتل شوی دی. بهرنيو ځواکونو د افغانانو بشري حقونو ته ډېر زيانونه رسولي دي.

 د افغانستان سياسي څېړونکی  احمدالله وايي،  چې ټولو  ته څرګنده ده، چې امريکا شل کله مخکې  افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه راغله، خو اوس یې چې په دغه هيواد کې شل کاله پوره شول، دوی وایي چې خپله موخه يې ترلاسه کړې ، خو دلته  لا هم  ترهګري روانه ده، دلته القاعده شته، دلته ISIS یا داعش شته، دلته نورې هغه  شبکې او ډلې چې سیمه او نړۍ ګواښي، شته دي  او هغه ترهګري چې امریکا یې پر وړاندې د مبارزې لپاره دلته راغلې وه، ښايي یوازې هغه ډلې یا ترهګر یې له منځه وړي وي، چې یوازې امریکا ته يې ګواښ جوړاوه ، خو هغه ترهګرې ډلې چې ښايي په راتلونکي کې افغانستان، سیمې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي،  پر وړاندې یې هېڅ ډول اقدام نه دی  شوی .

        د افغانستان د چارو کارپوه احمدي صافی وايي ، پښتون د افغانستان تر ټولو لوی قوم دی، خو امريکې نور قومونه لمسول  ، چې له پښتون قوم سره مقابله وکړي. د امريکې د دغه لمسون  له امله، ډېر زيات خلک جګړې ته اړ شول، چې له امله یې  د افغانستان امنيتي حالات نور هم تريګلي  شول . له ثبات او ارامتيا نه پرته، د افغانستان اقتصاد هم پرمختګ نه شي موندلی .

امريکې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته څه ورکړي ؟ د يوې شمېرنې له مخې، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه یعنې افغانستان ته د امريکايي پوځونو له ننوتلو څخه را په دېخوا ، په دغه هيواد کې د شخړو له امله  دپاسه ۳۰ زره ملکي وګړي وژل شوي  او ۶۰ زره نور ټپيان شوي دي. ويل کېږي، چې امريکې په افغانستان کې خپله زورواکي  ښوده، خو د دې هيواد د وګړو  بشري حقونو ته يې ستر زيانونه اړولي دي. د امريکا دغه کړنې د ټکان وړ دي. !