وانګ يي د امريکا له خارجه وزير سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-08-17 11:16:43
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۱۶مه نېټه د امريکا په بلنه د دغه هېواد له خارجه وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې او د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په باب يې ور سره د نظريو تبادلې وکړې.

بلينکن د افغانستان مسئلې په اړه د دوحې په غونډه کې د چين له ګډون څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې د افغانستان مسئله کليدي پړاو ته رسېدلې ده، طالبان بايد له تندلارو ډلو سره اړيکې پرې کړي او په منظم ډول د واک انتقال او يو ټولشموله حکومت د جوړولو بهير تر سره کړي. امريکا غواړي، چې چين په دې بهير کې مهم رول ولوبوي. د افغانستان راتلونکې بايد د افغانانو لخوا ټاکل کېږي او طالبان بايد د هغو بهرنيانو امنيت وساتي، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

وانګ يي د افغانستان حالاتو په باب د چين دريځ څرګند کړ او و يې ويل، حقيقت يو ځل بيا دا په ډاګه کړې، چې هغه بهرنی سياسي چوکاټ، چې د خپل هېواد له تاريخي کلتورونو او واقعي حالاتو سره سمون و نه لري، په اخر کې به هم ناکامېږي. تسلط او پوځي کړنې يوازې د لا زياتو ستونزو د جوړونې سبب ګرځي.

هغه وويل، چين به په افغانستان کې د سياسي نظام د اعادې لپاره له امريکا سره د نظريو تبادلې وساتي، څو په دغه هېواد کې نوې کورنۍ جګړه، غيرانساني پېښې او تروريستي کړنې رامنځته نه شي. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې له خپلو واقعي حالاتو سره سم يو پرانستې او ټولشموله حکومت جوړ کړي. (شکريه)