يو شياو يونګ: چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي
cri2021-08-17 15:14:51
شريکول:

د افغانستان د چارو لپاره د چين ځانګړي استازي يو شياو يونګ د اګست په ۱۶ مه نېټه په ايران کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

نوموړي له جواد ظریف سره تر خبرو اترو وروسته د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې د افغانستان اوسنی وضعيت افغانانو ته بحران دی، خو يو داسې فرصت هم په لاس ورغلی، چې ښه استفاده ترې وکړي، نو خپل سرنوشت پخپله ټاکلی شي.

په افغانستان کې اوس وضعيت ډېر بدل شوی او چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي.

يو شياو يونګ وويل، چې چين په افغانستان کې د افغانانو حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او استقلال ته او همدارنګه د افغان ملت هغه حق ته درناوی کوي، چې خپلې چارې پخپل لاس کې واخلي.

چين د افغانانو په مشرۍ او حاکميت د افغان سولې له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري، چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او له ترهګرو سره خپلې اړيکې غوڅې کړي.