چین: امريکايي چارواکي دې سياسي چلند پر علمي څېړنو نه تپي
CRI2021-08-17 11:30:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اګست په ۱۶مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين له امريکايي سياستوالو څخه غواړي، چې سياسي چلند پر علمي څېړنو ونه تپي.

د خبر له مخې، د امريکا د اسيا الاصله امريکايانو ضد سازمان د جولای د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په يو راپور کې وويل، چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۱۹مې نېټې څخه د ۲۰۲۱م کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې يې د اسيا الاصله امريکايانو ضد ۹۰۸۱ پېښې ريکارډ کړي دي، د دغه سازمان له دې کړنې څخه څرګندېږي، چې په امريکا کې نژاد پرستي نوره هم سخته شوې. که امريکايي چارواکي د کرونا وبا د خپرېدو په بهانه پر چينايانو دومدار تورونه ولګوي، نو حالات به يې نور هم سخت شي.