د بريتانيا او امريکا مشرانو د افغانستان وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-08-18 11:36:38
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسون د اګيست په ۱۷مه نېټه د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه ټيلفوني خبرې کړې دي. دواړو مشرانو دا نظر څرګند کړی چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره په ګډه کار وکړي. دواړه هېوادونه به په راتلونکو څو اوونيو کې له افغانستانه د خپلو اتباعو ايستلو ته دوام ورکړي. 

جونسون په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د زياتېدو او د کډوالو د ځای پر ځای کولو په اړه د بريتانيا پلانونه بيان کړل او و يې ويل، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو برياليتوبونه او لاسته راوړنې بايد وساتل شي، بايد د ترهګرۍ د پټو ګواښونو مخنيوی بايد وشي او له افغانانو څخه ملاتړ ته دې دوام ورکړل شي. (هيله)