شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د ماليې چارو د لسمې غونډې مشري وکړه
cri2021-08-18 11:31:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين رهبر شي جين پينګ د اګيست په ۱۷مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د ماليې چارو د لسمې غونډې مشري وکړه. په دې غونډه کې د خلکو د ګډې شتمنۍ او د لويو پولي بحرانونو د مخنيوي په اړه بحثونه وشول. شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې ګډه شتمنې د سوسياليسزم بنسټيزه غوښتنه او د چين د عصري ځانګړتيا مهمه نښه ده. چين بايد د خلکو په تمرکز د پرمختګ پر نظريې ټينګار وکړي او د باکيفيته پرمختګ په بهير کې بايد د خلکو ګډې شتمنۍ ته پاملرنه وکړې. پولي چارې د عصري اقتصاد بنسټ دی او له پرمختګ او امنيت سره نږدې اړيکې لري، نو چين بايد د لويو پولي بحرانونو د مخنيوي کارونه ښه ترسره کړي.(هيله)