چين : هيله ده، چې امريکا خپلې جګړه ماري تګلارې ته بيا کتنه وکړي
cri2021-08-18 15:37:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۷مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په پلمه افغان جګړه پيل کړه، خو ایا امريکا په دغې جګړې کې بريالۍ شوه؟ په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې، د ترهګريزو سازمانونو شمېر څه باندې ۲۰ ته رسېدلی، ایا امريکا افغانانو ته سوله راوړه؟

د امريکا په ۲۰ کلنۍ افغان جګړه کې، د دغه هيواد او ملګرو هېوادونو په بريدونو کې کابو سل زرو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې او۱۰ ميليونه خلک بې کوره شوي دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، چې د امريکا موخه دا نه ده، چې افغانستان جوړ کړي، دا رښتينی حقیقت دی او رښتيا يې ويلي دي. ځکه په عراق، سوريې يا افغانستان کې، هر ځای چې امريکايي ځواکونه ميشت شوي، ترينګلي حالات یې جوړ کړي، خلکو ته يې مرګژوبله اړولې او ميليونونه خلک یې بې کوره کړي دي. جو بايډن دا هم ويلي، چې امريکا به د نورو هېوادونو په کورنيو جګړو کې پوځي عمليات کم کړي او هڅه به وکړي، چې په نورو هېوادونو کې پر پوځي لارې ګام پورته نه کړي.

چين هيله من دی، چې امريکا خپلې جګړه ماري تګلارې ته بيا کتنه وکړي، د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو د ساتنې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې پای ته ورسوي او په نورو هېوادونو او سيمو کې د سولې ثبات د خرابېدو چارې دې ودروي.

(شکريه)