په چين کې د انلاين روغتونونو شمېر له ۱۶۰۰ څخه واوښت
cri2021-08-18 14:38:23
شريکول:

په چين کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې، انلاين روغتونونو ډېره ګړندۍ او چټکه وده او پرمختګ کړی دی. د چين د روغتيا ملي کميټې د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۱م کال تر جون پورې، په دغه هېواد کې د انلاين روغتونونو شمېر له ۱۶۰۰ څخه هم اوښتی دی.

په دې وروستيو کلونو کې، د چين روغتونونو په وار سره انټرنيټي خدمتونه برابر کړي او ګام په ګام يې د انټرنيټي طبي خدمتونو لګښتونه طبي بيمو کې شامل کړي دي. له اړوندې شمېرنې سره سم، پروسږ کال د هغو کسانو شمېر، چې انټرنيټي طبي خدمتونه يې منلي دي، د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۲۰ چنده زياتوالی ښيي. (شکريه)