د ناټو سرمنشي : له افغانستانه د خپلو اتباعو اوباسل تر نورو بيړنۍ دنده ده
cri2021-08-18 14:31:43
شريکول:

د ناټو سرمنشي جنس ستونبرګ د اګست په ۱۷مه نېټه وويل، د افغان حکومت رانسکورېدو له اټکل څخه وتلی کار دی. ناټو ته له افغانستانه د خپلو اتباعو اوباسل تر نورو بيړنۍ دنده ده.

د ناټو د غړو هېوادونو استازو په همدې ورځ د بلژيک په پلازمينې بروکسيل کې د افغانستان د حالاتو په باب ځانګړې غونډه تر سره کړه. ستونبرګ له غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان حکومت يوازې په څو اوونيو کې رانسکور شوی او دغه سرعت له اټکل څخه وتلی دی. که څه هم يو شمېر حکومتي ځواکونو په ډېرې مېړانې د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړه، خو طالبانو بيا هم دوی ته ماتې ورکړه. افغان مسئله په سوله ييزه توګه نه ده حل شوې. (شکريه)