د جو ژونګ په نوم د مريخ اکتشافي ماشين ټاکلې دنده بشپړه کړه
cri2021-08-18 14:37:09
شريکول:

د چين د فضايي چارو ادارې د اګيست په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د جو ژونګ په نوم اکتشافي ماشين په مريخ کې ۹۰ ورځې تېرې کړې او په علمي څېړنو کې يې ګڼ شمېر مالومات تر لاسه کړي، په دې توګه دغه ماشين خپله ټاکلې دنده بشپړه کړې ده. 

د ياد اکتشافي ماشين د طرحه کېدو وخت ۹۰ مريخې ورځې ښودل شوی چې د ځمکنۍ کړې له ۹۲ ورځو سره برابر دی. دغه اکتشافي ماشين د تېرې مې په ۱۵مه نېټه پر مريخ کښته شو او له هغه وخت راهيسې يې ۸۸۹ متره واټن وهلی، او کابو ۱۰ جي (10GB) اصلي علمي مالومات يې راټول کړي دي. (هيله)