د کرونا وبا په موده کې د امريکا ګډوډۍ او پر بشري حقونو تيری
CRI2021-08-18 15:56:42
شريکول:

امريکا خپل ځان د بشري حقونو ساتونکی بولي او په همدې بهانه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په خپله خوښه پر ې بنديزونه لګوي او لنډه دا  چې خپله باداري لټوي. کرونا وبا د دغه هېواد ګډودي، ناآرامي او بحرانونه په ډاګه کړي او د امريکا له مخ څخه يې د بشري حقونو رياکارانه نقاب پورته کړی دی. د چين دريو فکري ارګانونو په دې وروستيو کې يو ګډ راپور خپور کړی، چې له مخې يې، امريکا د کرونا وبا په موده کې د نړۍ ډېر ناآرام هېواد شوی.

د ټولنې ناآرامي د امريکا تاريخي او مسلسله مسئله ده، خو د کرونا وبا په درشل کې لا سخته شوې ده. په امريکا کې له تېر يو کال راهيسې د زور زياتي ډېرې پېښې رامنځته شوي دي. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، تېر کال د دغه هېواد په هغو ځايونو کې چې ډېره ګڼه ګوڼه لري، د ډزو ۶۱۴ پېښې پکې شوي چې له امله يې ۵۲۱ تنه ووژل شوي دي. د روان کال تر جولای پورې په دغه هېواد کې د زور زياتي پېښو شمېر ۴۱۰ ته او د مړينې شمېر يې ۴۳۷ ته رسيدلی دی چې له مخې يې، په منځنۍ توګه په دغه هېواد کې هره ورځ د ډزو ۲ پېښې رامنځته کيږي.

په امريکا کې د زور او جرمونو د چټک زياتوالي له امله خلک وسيلې اخلي او يوازې په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې د توپکونو د خرڅلاو شمېر ۲۳ ميليونو ته رسيدلی، چې دا د وړم کال په پرتله ۶۴ سنله زياتوالی ښيي. د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې د توپکونو د خرڅلاو شمېر ۲ ميليونو ته رسيدلی چې دا د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۸۰ سلنه زياتوالی ښيي. له دې څخه ښکاري، چې په امريکا کې د زور او جرمونو او د توپکونو په وسيله د ځان دفاع بد دوران روان دی او د لا سختېدو په حال کې دی.

د امريکا د ټولنې جنايي انډول په پرمختللو هېوادونو کې تر ټولو لوړ دی او د ډېرو پرمختيايي هېوادونو په پرتله لوړ دی. د دغه هېواد په جنايي پېښو کې د نفرت په اړه جنايي پېښې او کړنې ټکان ورکوونکي دي. د تېر کال په مۍ مياشت کې د سپين پوستي پوليس له خوا د افريقايي الاصله امريکايي ځوان جيورج فرويډ د وژنې پېښې نړيوالو ته هر څه په ډاګه کړل او نړيوالو ته دا مالومه شوه، چې د امريکا د ملي لږکيو وګړي له اوږدې مودې راهيسې له زور، تبعيض او غير برابر سلوک سره مخ دي. په امريکا کې د اسيايي الاصله وګړو ضد د دوښمنۍ د ختمولو په نوم سازمان د تېر کال له مارچ څخه د روان کال تر جون پورې د اسيايي الاصله وګړو ضد د دوښمنۍ د  پېښو ۹۰۸۱ راپورونه تر لاسه کړي دي. نن ورځ لا هم د امريکا په بېلا بېلو برخو کې د ملي لږکيو پر بشري حقونو تيری کوونکې کړنې تر سره کيږي.

د امريکا سياسي ګډوډي د حيرانتيا وړ ده. د روان کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلويانو د ولسمشريزو ټاکنو پايلې بايکاټ کړې او د پارلمان پر ودانۍ يې حمله وکړه. واشينګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې په خپله تبصره کې دې ته اشاره کړې، چې ياده پېښه زور زياتی او اغتشاش دی. د امريکا د نوي حکومت له لوړې وروسته د دغه هېواد د سياسي چاپيريال د سختېدو وضعيت نه دی بدل شوی.

د له کرونا وبا پر وړاندې د امريکايي حکومت د ناکامې مبارزې، د ملي اقتصاد د کمزورې احيا او د ټولنې د ناآرامۍ د سختوالي په شمول د زياتو ستونزو له امله د عامو امريکايانو ژوند له درانو فشارونو او خطرونو سره مخ شوی دی. (( د کرونا وبا له امله د ستونزو راپور))  چې د امريکا د بودجې او تګلارو د امتيازي چارو مرکز له خوا خپور شوی، دا ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په امريکا کې شاو خوا ۲۰ ميليونو کسانو کافي خوراکي مواد نه لرل او نژدې ۱۱ ميليونو او ۴۰۰  زرو ناتوانه خلکو نشوای کولی، چې پر ټاکلي وخت د خپلو کورونو کرايه ورکړي.

امريکايي سيستوال له يوې خوا د خپلو هېوادوالو پر ستونزو سترګې پټې کړي او له بلې خوا يې د تسلط غوښتنې تر اغېزې لاندې بهرنيو هېوادونو ته ناآرامي او ګډوډۍ صادرې کړې او نړيوالو ته يې زيانونه رسولي دي. دغه هېواد د کرونا وبا په موده کې پر ايران، وينزيويلا او کيوبا يو اړخيز بنديزونه لګولي، د اوکراين د حالاتو اور ته يې لمن وهلې او د چين د هانکانګ، شينجيانګ او تايوان په چارو کې يې لاسوهنې کړې دي. د امريکا دا ناوړې کړنې نه يوازې نړيواله سوله زيانمنوي، بلکې د نورو هېوادونو پر بشري حقونو تيری کوونکي او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې ته يې زيانونه رسولي او د بشري حقونو بحرانونه يې رامنځته کړي دي. ويل کيږي، چې امريکا د نړۍ د ناامنۍ او ګډوډۍ سرچينه ده.