د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د چين ميډيا ګروپ مشر ته مننليک ورکړ
cri2021-08-18 14:34:59
شريکول:

د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د اګست په ۱۷مه نېټه د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ته مننليک ورکړ.

نوموړي له المپيک لوبو څخه د چين ميډيا ګروپ له ملاتړه ډېره مننه کړې او ويلي يې دي، چې د المپيک نړيواله کميټه د بېجينګ المپيک ژمنيو لوبو ته ډېره پاملرنه کوي او هيله يې ښودلی، چې دغه ګروپ د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د راپور ورکولو په چارو کې لا اغيزمن او نوښت لرونکی رول ولوبوي. (شکريه)