شي جين پينګ د عراق له ولسمشر برهم احمد صالح سره تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-08-19 11:37:01
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په اتلسمه نېټه د عراق له ولسمشر برهم احمد صالح سره تلېفوني خبرې وکړې. 

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې چين له عراق سره د اړيکو پياوړتيا ته په درنه سترګه ګوري او د کرونا وبا ضد مبارزې کې به د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي، د انرژۍ، بريښنا او ترانسپورټ په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ورسره پياوړې کړي، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په چارو کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

برهم صالح وويل، عراق د ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب په برخو کې د چين د اقداماتو په اړه تفاهم لري او د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. عراق د هېواد د اقتصاد بيارغونې او د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخو کې د چين له مرستو څخه مننه کوي او هيله لري، چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړي او د کرونا وبا د وقايې او کنترول، سوداګرۍ او پانګونې، کلتور، سيلانۍ، د ځوانانو چارو او سپورټ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.