د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-08-19 11:00:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۸مه نېټه د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې په اوسنۍ نړۍ کې ستر بدلونونه پورته شوي او کرونا وبا هم پر ټولو هېوادونو لمن خوره کړې ده، خو په همدغې ستونزمنې مودې کې چين او ايران يو له بل سره مرستې کړي، د کرونا وبا پر ضد يې ګډه مبارزه کړې او کاري همکارۍ يې پياوړې کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک اعتماد يې ټينګ کړی او نړيوال انصاف او عدالت يې ساتلي دي. نوموړي د ايران ستاينه وکړه، چې له چين سره اړيکو ته پرمختګ ورکوي. چین غواړي له ايران سره ګډې هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ښه پرمختګ ومومي.

رئيسي وويل، د ايران او چين ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکول د ايران د حکومت د بهرنۍ پاليسۍ لومړيتوب او مهم ټکی دی.