ګلبدين حکمتيار: په کابل کې به د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي
CRI2021-08-19 09:05:22
شريکول:

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پر ځايي وخت د اګست د اتلسمې نېټې په شپه د چين ميډيا ګروپ له خبريالې وانګ هنګ سره مرکه وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د ده، حامد کرزي او عبدالله عبدالله له خوا د همغږۍ شورا جوړه شوې او په کابل کې به د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو سره خبرې اترې وکړي. د طالبانو مشران اوس کابل ته د ورتګ په حال کې دي. د نوموړې شورا يادو غړو پلان درلود، چې د مذاکراتو لپاره دوحې ته لاړ شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د اګست د پنځلسمې نېټې په شپه اعلان وکړ، چې  د همغږۍ شورا يې جوړه کړې او د واک د انتقال لپاره به خدمتونه وکړي.