د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-08-19 11:34:07
شريکول:

د سينهوا اژنس د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره تلېفوني خبرې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان حالات ډېر بدل شوي او د نړيوالو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. چين او پاکستان د افغانستان د مهمو ګاونډيو او د دې سيمې د مسئولانه هېوادونو په توګه د خپلمنځي تګ راتګ او همغږۍ پياوړتيا ته اړتيا لري او د افغانستان د واک د سالم انتقال او د سيمه ييزې سولې او ثبت د ساتلو په برخو کې دې رغنده رول ولوبوي. دواړه هېوادونه د افغانستان مختلفې خواوې هڅوي، چې يووالی وساتي او داسې نوی سياسي چوکاټ دې ژر جوړ کړي، چې د هېواد له وضعيت سره سمون ولري، د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او پرانيستی او ټولشموله وي. دواړه هېوادونه له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي، څو يو ځل بيا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي. په افغانستان کې اوس د چين او پاکستان سفارتونه پرانيستي دي او خپلې چارې عادي پر مخ وړي او دواړه خواوې دې له افغان طالبانو سره اړيکې ونيسي، او په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو د خلکو او ارګانونو امنيت دې وساتي. چين او پاکستان به د افغان چارو په اړه نړيوالې همکارۍ وهڅوي او د ګاونډيو هېوادونو په توګه به ځانګړی رول ولوبوي او د افغان حالاتو د ښه دوران لپاره به هڅې وکړي.

قريشي د چين ستاينه وکړه، چې د افغانستان په چارو کې يې مهم او مثبت رول لوبولی دی. نوموړي وويل، چې پاکستان او چين د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او په دغه هېواد کې د سولې ارمان لري. افغانستان بايد د خبرو اترو له لارې سياسي حل ته ورسيږي. بېلا بېلې خواوې بايد له افغان طالبانو څخه ملاتړ وکړي، چې خپلې ژمنې پلي کړي او د افغانانو حقه حقونه وساتي. پاکستان هيله لري، چې له چين سره په دې اړه د نظريو تبادلې پياوړې کړي او افغان طالبان وهڅوي، چې له بېلا بېلو خواوو سره زغم او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره دې څواړخيز همکاريز ميکانيزم جوړ کړي او له نړيوالې ټولنې څخه دې وغواړي، چې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د مختلفو ډلو د کوښښونو ملاتړ وکړي.

(ياسمين)