امريکايي سناتور له بايډن غوښتي، چې ټيک ټاک (Tik Tok) بند کړي
CRI2021-08-19 11:11:20
شريکول:

د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند سناتور مارکو انتونيو روبيو څو ورځې مخکې د امريکا له ولسمشر جوبايډن څخه غوښتنه کړې، چې په امريکا کې د چين د بايټ ډانس (ByteDance) ډلې ټيک ټاک(Tik Tok) اپليکېشن بند کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې ياد امریکايي سياستوال د خپلو شخصي سياسي ګټو لپاره پر حقيقتونو سترګې پټې کړي او د چين ضد خبرې يې کړې دي. نوموړي وويل، چې دغه امريکايي سياستوال به خامخا د تاريخ د کثافاتو ټوکرۍ ته وغورځي. موږ هم د امريکا تش په نامه د ولس له منتخب استازي څخه غواړو، چې د خپلو خلکو د ګټو لپاره نور کارونه وکړي او د سياسي چلند له لارې دې د نورو هېوادونو پر تصديو فشار نه اچوي.