وانګ يي: چين او روسيه دې د افغانستان ستونزې د هواري په برخه کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي
cri2021-08-19 14:37:47
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸ مه نېټه د روسيې له بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره د تليفوني خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې اوس وضعيت ډېر بدل شوی دی. د عامو افکارو په اند د افعانستان اوسني وضعيت دا ثابته کړې، چې په دغه هيواد کې بهرنۍ پوځي مداخله او تسلط او باداري غوښتل د منلو وړ نه دي او هرومرو به ناکامیږي.

وانګ يي وويل، د افغانستان د نويو حالاتو پر وړاندې ضرور ده، چې چين او روسيه خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، افغان طالبان دې ته وهڅوي، چې نرمې او معتدلې او ثابتې تګلارې غوره او له بېلابېلو خواوو سره پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت رامنځته کړي او له بهرنيو هېوادونو په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو سره د سولې او دوستۍ تګلارې غوره او د خپل هيواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

لاوروف وويل، چې د افغانستان د وضعيت بدلون پر نړۍ ډېرې اغېزې لري. روسيه به له چين سره د دغه هېواد د وضعيت د پرمختګ او بدلون په اړه د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي او د ستونزو د هواري لپاره به ګډې هڅې وکړي.