د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس وانګ يانګ په مشرۍ مرکزي پلاوی د اګست د ۱۸مې نېټې په غرمه د شيځانګ کورواکې سيمې مرکز لاسا ښار ته ولاړ او هلته يې د دې سيمې د ازادېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې په فعاليتونو کې ګډون وکړ.
وانګ يانګ او د مرکزي پلاوي غړو د ۱۸مې نېټې په ماسپيښين د دې سيمې موزيم کې په سوله ييز ډول د شيځانګ د ازادېدو د ۷۰ کلنو برياليتوبونو نندارتون په پيل مراسمو کې برخه واخيسته او له دغه نندارتون څخه هم يې ليدنه وکړه.
نوموړي د همدې ورځې په مازديګر، وانګ يانګ په لاسا هوټل کې د شيځانګ له چارواکو او پخوانيو مشرانو سره هم وکتل. (شکريه)