چين په افغانستان کې پرانيستي او ټولشموله سياسي چوکاټ ته سترګې په لار دی
CRI2021-08-19 11:25:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په اتلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين دې ته سترګې په لار دی، چې افغان طالبان او د افغانستان ټول ګوندونه د خبرو اترو او سلامشورو له لارې پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي.

د افغان طالبانو وياند په دې وروستيو کې په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې طالبان د جګړې د تکرار هيله نه لري او نه غواړي چې کوم کورني او بهرني دوښمن سره دښمني وپالي. هغه زياته کړې، چې طالبان به تر اسلامي چوکاټ لاندې د ښځو د حقونو درناوی وکړي. نوموړي ويلي، چې طالبان له نورو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او په دغه هېواد کې د يو ټولشموله حکومت د جوړولو پلان لري.

جاو لي جيان وويل، چين دې ته سترګې په لار دی، چې افغان طالبان او د دغه هېواد بېلا بېل ګوندونه د خبرو اترو او سلامشورو له لارې پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي او په دغه هېواد کې د بهرنيو سازمانونو او اړوندو کسانو امنيت وساتي. د دې ترڅنګ، چين له طالبانو څخه هيله لري، چې د ختيځ ترکستان غورځنګ په شمول د مختلفو ترهګريزو ډلو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او پر هغې ژمنې وفا کړي، چې له مخې يې، هيڅ ځواک او کړۍ ته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له قلمرو څخه نورو هېوادونو ته خطر جوړ کړي. چين به له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان له سولې او بيارغونې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د دايمي سولې او ثبات لپاره به مرستې وکړي.