سرچينې : امريکا غواړي د کرونا وبا د ريښې موندلو په پلمه پر چين فشار واچوي
cri2021-08-19 11:01:30
شريکول:

کره سرچينې وايي، چې د امريکا استخباراتي اداره د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو کې پاتې راغلې او نه ده توانيدلې چې د دې ويروس سرچينه پيدا کړي. خو امريکا غواړي په ټاکلي وخت يو ( څيړنيز راپور ) خپور کړي او پر چين به بې اساسه تور ولګوي، چې کرونا وبا د وو هان له بيالوژيکي لابراتوار څخه خپور شوی دی.

د امريکا د لوړپوړو چارواکو په اند، د کرونا وبا د ريښې موندلو څېړنه د دوی موخه نه ده، د دې څيړنې پرمخبيول خپل ځانګړی سياسي اهميت لري. دوی غواړي د دې څېړنې له لارې د چين ديپلوماتان په يوه اوږده تبليغاتي جګړه کې شامل کړي او پر چين سياسي فشارونه واچوي.

د دې تر څنګ، امريکا د روغتيا پر نړيوال سازمان او د دې سازمان پر عمومي مدير تيدروس ادهانوم هم فشار اچولی، چې ډېر ژر په چين کې د ياد ويروس په اړه د دوهمې مرحلې څيړنه تر سره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د اګست په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په اشارې وويل، که ياد مالومات رښتيني وي، نو د امريکا دسيسه به ټولو ته ښکاره شي. امريکايي چارواکي پر واقعيتونو سترګې پټوي او موخه يې دا ده چې پر چين فشار واچوي او بې بنسټه تورونه پرې ولګوي. (شکريه)