اروپايي ټولنه : د افغانستان حالات ښايي د کډوالو فشار پرې زيات کړي
cri2021-08-19 11:38:23
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو غړې يلوا جوهانسون اګست په ۱۸مه نېټه وويل، چې ښايي د افغانستان حالات پر دغه ټولنې د کډوالو فشار لا زيات کړي، نوموړې له غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د منلو لپاره چمتو شي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو په همدې ورځ د کورنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره کړې او د افغان حالاتو له امله د کډوالو د احتمالي مسئلې په باب يې بحثونه کړي دي. جوهانسون له غونډې وروسته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اروپايي ټولنه بايد له ټولو احتمالي حالاتو سره د مقاومت لپاره مقدماتي کارونه تر سره کړي او اروپا ته د غير قانوني کډوالو د ننوتلو مخنيوی بايد وکړي.

هغې زياته کړې، چې اروپايي ټولنه به اروپا ته د هغو افغان کډوالو د ننوتلو مخنيوی و نه کړي، چې په افغانستان کې له مستقيمو خطرونو سره مخامخ دي. (شکريه)