د ايران خارجه وزير جواد ظريف: امریکا او ناټو بايد افغانستان ته تاوان ورکړي
cri2021-08-19 14:36:11
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د اګست په ۱۸ مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د ډيموکراسۍ پلې کولو په پلمه جګړه پيل کړه، خو د دغه هيواد روان وضعیت او د امريکا او ناټو چارواکو څرګندونې دا ثابتوي، چې دوی په افغانستان کې يوازې خپلې ګټې پاللي او هغه يې هم نه دي ترلاسه کړي. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې امریکا او ناټو اوس مسئوليت لري، چې افغانستان ته تاوان ورکړي.