د روغتيا نړیوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۰۸۴۷۰۳۷۵ ته رسېدلی
CRI2021-08-19 10:46:36
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۸مه نېټه يوه نوې شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشتې د ۱۸مې نېټې د ماښام تر ۴ بجو او ۶ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۴۲۷۰۸ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۰۸۴۷۰۳۷۵ ته رسېدلی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړينې شمېر ۶۷۳۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۳۷۷۹۷۹ ته رسېدلی دی.