د ناسمو او جعلي مالوماتو خپرونکی هېواد د خپلو کړنو بدې پایلې ويني
cri2021-08-19 15:34:07
شريکول:

د امريکا پخواني ولسمشر به هر وخت په خپلې وينا کې جعلي مالومات ورکول، خو اوس له بدمرغه دغه شان خبرې د امريکايي ټولنې انځور ګرځيدلی دی.

امريکا د کرونا وبا د رامنځته کېدو په درشل کې هر وخت ناسم مالومات خپاره کړي او تل یې هڅه کړې، چې دغه ناسم مالومات د کرونا وبا ضد د روانې مبارزې پر ساينسي مالوماتو غوره وبولي او د منطق روحیه کمزورې وښيي.

د چين درېيو فکري ارګانونو هم  په يوه څېړنيز راپور کې ويلي، چې امريکا په نړۍ کې د جعلي او ناسمو مالوماتو لومړی خپرونکی هېواد دی.
 

د کرونا وبا په پيل کې د سپینې ماڼۍ ټولو چارواکو د دغې وبا په تړاو اړوند خبرداری له پامه وغورځاوه او د ویروس د مخنيوي او کنټرول غوره فرصت یې له لاسه ورکړ.

امریکایي سیاستوال په داسې حالاتو کې تر بل هر چا د جعلي معلوماتو په خپرولو کې غوره او مخکښ دي.

 د امريکا کیپیټل هیل ورځپاڼې د عامې روغتیا د متخصصینو په قول د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر انتقاد کړی، چې د کرونا وبا د درملنې د تګلارو په اړه يې داسې ناسم مالومات خپاره کړي، چې له ساینس سره په ټکر دي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

د امريکايي سياستوالو په هڅونې او له دې امله چې د دغه هېواد ۲ ګوندونو تل پر يو بل د سياسي وسلې په توګه د کرونا وبا له خورېدو څخه ګټې اخيستې، نو د امریکایايانو غیر منطقي احساسات يې راپورته کړي او دروغ او ګونګوسې خپروي.

د امريکا د کارنیل پوهنتون د ساینس ټولنې څېړونکو تېر کال يو لړ څیړنيز معلومات خپاره کړل، چې له مخې يې د همدې کال د جنورۍ له پيل څخه د مۍ تر پای پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا په اړه له ۳۸ ميلیونو څخه ډېرې مقالې خپرې شوي او له يو ميلیون او سل زرو څخه ډېر غلط مالومات پکې خپاره شوي دي. دغه مقالې يوازې په انګلیسي ژبې خپرې شوې دي.

 د جانز هاپکنز پوهنتون د بلومبرګ د عامې روغتیا پوهنځي مرستیال جوشوا شارفستين په خپلو خبرو کې ويلي او دا یې په ډاګه کړې، چې ناسم او جعلي معلومات یو له اصلي دلیلونو څخه دی، چې امريکا ولې د وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې پاتې راغلې او ښه ګام يې نه دی پورته کړی.

د واشنګټن سیاستوالو تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو کې تور ولګاوه، چې د کرونا وبا ضد واکسين په اړه ناسم مالومات په مؤثره توګه نه څارل کیږي، خو حقایق ښیي، چې دوی پخپله غلط او ناسم مالومات خپروي او د ناسمو مالوماتو سرچينې بلل کيږي.

 اوس مهال، په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو عمومي شمېر له ۳۷ ميلیونو څخه زیات دی او د مړینو عمومي شمېر يې له ۶۲۰ زرو څخه پورته ښودل شوی دی. دغه شمېرې په نړۍ کې تر ټولو هيوادونو لوړې دي.

د امريکا د عامې روغتیا څېړنيز انسټیټیوټ مشر فرانسیس کولینس پدې وروستیو کې څرګنده کړې، چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په امريکا کې پر کرونا وبا د نويو تشخیص شويو پېښو شمېر له ۲ لکو څخه زيات شي.

بیلابیل حقایق ښیي، چې امريکا د کرونا وبا پر وړاندې خپله مبارزه کې په بشپړ ډول ناکامه شوې، او اوس يې بدې پایلې ګوري.

امریکایی سیاستوال د شخصي ګټو په موخه درواغ جوړوي او ناسم مالومات خپروي، چې له امله یې د امريکا لوری ګرځيدلی او د وبا پر وړاندې نړيواله مبارزه یې کمزورې کړې ده.

 د جعلي مالوماتو جوړونکو او خپرونکو سره باید محاسبه وشي.