شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو پنځم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه
cri2021-08-19 15:16:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹ مه نېټه، د چين او عربي هېوادونو پنځم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه. نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او عربي هېوادونه لرغونې دوستي لري، پدې وروستيو کلونو کې يې د خپلو ستراتېژيو د وصل کچه لاپسې لوړه کړې او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې يې ډېر پرمختګونه ترلاسه کړي او د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په بهير کې يې يو د بل مرسته کړې ده.

شي جين پينګ په دغه پیغام کې زياته کړې، چې چين غواړي له عربي هېوادونو سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، سوله ييز پرمختګ په ګډه وهڅوي او خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړیکو ته زيات پرمختګ ورکړي.

د چين او عربي هېوادونو پنځم نندارتون په همدې ورځ د چين د نينګشيا کورواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې پرانيستل شو او د روانې مياشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ولري.