اسرائيل د سوريې پر دمشق او خومس د توغنديو بريدونه وکړل
CRI2021-08-20 15:28:40
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځي ادارې د اګست په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيل د همدې ورځ په شپه د سوريې پر پلازمينې دمشق او د خومس ولايت د مرکز خومس ښار پر شاو خوا سيمو د توغنديو بريدونه کړي دي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د اسرائيل پوځ د اګست د نولسمې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۳ دقيقو د سوريې پر دمشق او د خومس پر ځينو ځايونو توغندي وویشتل. د سوريې د هوايي دفاع سيستم په هوا کې د اسرائيل زياتره توغندي شنډ کړي دي.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې د يادو بريدونو نتيجه تائيد شوې، خو په دې اړه يې هيڅ تفصيلات نه دي ورکړي.