سهيل شاهين: د نوي حکومت د جوړولو کارونه به ژر بشپړ شي
CRI2021-08-20 15:22:55
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي ين وياندې تيان وې د اګست په ۱۹مه نېټه د طالبانو له وياند محمد سهيل شاهين سره مرکه وکړه. شاهين د طالبانو د دولت جوړولو د هدف او پلان د يادونې په وخت کې څرګنده کړه، چې اوسمهال بېلا بېلې خواوې د نوي حکومت د جوړولو په هکله پر بحثونو بوخت دي. د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د مذاکراتو پلاوی په همدې موخه کندهار ته تللی چې له بېلا بېلو خواوو سره سلامشورې وکړي تر څو يو پرانيستی او ټوله شموله اسلامي حکومت جوړ کړي. اټکل کيږي، چې د نوي حکومت د جوړولو کارونه به ژر بشپړ شي. د افغانستان د راتلونکي حکومت د چوکاټ په هکله نوموړي وويل، د افغانستان په دغه ټول شموله حکومت کې به د دغه هېواد مشهور شخصيتونه او سياسي څېرې شاملې وي او دواړه خواوې به نږدې همکارۍ وکړي. د طالبانو د اوسني چوکاټ له مخې به په راتلونکې کې د واکمنۍ شورا جوړه شي او ښايي د نوي حکومت مشري د طالبانو د مشر په غاړه وي. د نورو ګوندونو غړي به په ګډه نوی حکومت جوړ کړي. شاهين زياته کړه، چې د طالبانو ځيني مشهور غړي به د نوي حکومت د واکمنې شورا د غړو په توګه وټاکل شي او د دغې کميټې په غړو کې به شاو خوا له ۶۰ سلنې څخه تر ۶۵ سلنې پورې کسان د مذاکراتو پلاوي غړي وي. شاهين د افغانستان د رهبر او د حکومت د مشرانو په هکله وويل، د ټول شموله حکومت د جوړولو هدف د عملي کولو لپاره مذاکرات روان دي، نو اوس د دغو مشرانو د نومونو لېست نه شي افشا کولی.