شي جين پينګ د يون نان ولايت د څانګ يوان ولسوالۍ د سرحدې کلي د کمونېست ګوند د کميټې مشرانو ته ځوابي پيغام واستاوه
CRI2021-08-20 15:50:32
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نېټه د يون نان ولايت د چانګ يوان د وا قوم د کورواکې ولسوالۍ د سرحدي کلي د کمونېست ګوند د کميټې مشرانو ته ځوابي پيغام ليږلی دی. نوموړي په دغه پيغام کې د دغه کلي د کمونېست ګوند د کميټې مشرانو ستاينه او هڅونه کړې او ويلي يې دي چې دغه مشران دې نمونوي رول ولوبوي او د کليوالو لارښوونه يې وکړي څو خپلې کورنی ابادۍ کړي او قومي یووالی او وطن دې وساتي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلی، ستاسو له پيغام مې دا معلومات تر لاسه کړل چې د دې کلي د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو د اوا غره ته ستر بدلونونه رسولي دي. زه احساسوم چې، د وا قوم اوسيدونکو خپل زړونه له کمونېست ګوند او هېواد سره تړلي دي. زه ډېر خوشحال يم.