وانګ یي د بريتانيا له بهرنيو چارو وزیر دومينيک راب سره تلیفوني خبرې وکړې
cri2021-08-20 10:39:56
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ یي له خپل بريتانوي سيال دومينيک راب سره تلیفوني خبرې وکړې. دوی د افغانستان د وضعیت او د چین او بريتانيا د اړیکو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

وانګ یي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان مسئله له نظامي حل څخه د سیاسي جوړجاړي مهمې مرحلې ته ننوتلې ده. موږ باید په څو اړخونو تمرکز وکړو، لومړی دا چې ایا طالبان کولی شي افغانان سره متحد کړي، او یو داسې پرانيستی او ټولشموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي چې د دې هېواد له ملي شرايطو سره سمون ولري. دوهم دا چې ایا افغانستان کولی شي له تروریزم سره روښانه کرښه وټاکي، د بېلا بېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي، او افغانستان بیا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي. درېیم دا چې ایا نړیواله ټولنه کولی شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دومينيک راب وویل، چې نړیواله ټولنه باید د افغان مسئلې په اړه تجربې راټولې کړي، او افغانستان باید بیا د تروریزم مرکز ونه ګرځي. نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د ستونزې په حل کې همکاري وکړي.