د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د عامه امنيت ادارې او د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت د اګيست په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوشنبه کې د ترهګرۍ ضد -۲۰۲۱ ګډ پوځي تمرين ترسره کړ.
د دواړو خواوو نږدې سلو پوليسو په دغه پوځي تمرين کې ګډون کړی و، دوی د بې پيلوټه الوتکو کارونې، د څو ډولو وسلو د ويشتلو او د ماينونو د شنډولو په شمول يو لړ تمريونه ترسره کړل او ټاکلې موخه يې پوره کړې ده. (هيله)