امریکایي ځواکونه به تر هغې په افغانستان کې پاتې وي چې ټول امریکایان ووځي
cri2021-08-20 10:55:05
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن د مۍ په ۱۸مه نېټه وویل چې امریکایي ځواکونه به تر هغې په افغانستان کې پاتې وي څو ټول امریکایان له دغه هېواده ووځي. د روسیې او ایټالیا مشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

کريملین ماڼۍ د اګست په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین او د ایټالیا صدراعظم ماريو دراغي په همدې ورځ د افغانستان مسئلې په اړه خبرې وکړې، او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې بايد د بشري ناورین مخه ونیول شي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ودې لپاره بايد نړیوالې همکارۍ پیاوړې شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنيو او امنیتي تګلارو لوړپوري استازي جوس بوریل د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه وویل چې د اروپایي ټولنې د پلاوي ۱۰۶ کارکوونکي او کورنۍ غړي يې له افغانستان څخه ایستل شوي، او ۳۰۰ کسان يې لاهم د وتلو په تمه دي.

(ليلا)