د روغتيا نړیوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۰۹۲۰۱۹۳۹ ته رسېدلی
cri2021-08-20 10:32:53
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۹مه نېټه يوه نوې شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې د ماښام تر ۷ بجو او ۱۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويډـ۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۶۶۹۵۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۰۹۲۰۱۹۳۹ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړينې شمېر ۱۰۵۸۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۳۹۰۴۶۷  ته رسېدلی دی.

(ليلا)