هيڅوک بايد بېوزله پاتې نشي
CRI2021-08-20 18:20:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېوزله کسانو ته په تېره بيا هغو ملي لږکيو ته، چې د هېواد په ليرې پرتو سيمو کې ژوند کوي، ډېره پاملرنه کوي.

دو لونګ قوم د يوان نان ولايت د نو جيانګ علاقه دارۍ د ګونګ شان ولسوالۍ په دو لونګ جيانګ کلی کې ژوند کوي او نفوس يې د چين په ملي لږکيو کې تر ټولو کم دی.

 د دو لونګ کلي مشرانو د ۲۰۱۴م کال د پيل په درشل کې شي جين پينګ ته يو پيغام وليږه او  له نوموړي څخه يې دغه کلي ته د پوخ سړک د جوړېدو غوښتنه کړې وه. شي جين پينګ دوی ته ځوابي پيغام وليږه.

نوموړي په ۲۰۱۵م کال کې له يوان نان څخه د ليدنې په ترڅ کې په ځانګړې توګه د دو لونګ قوم کليوالو ته بلنه ورکړه، چې له ده سره په هوټل کې مېلمانه شي. نوموړي هغوی ته په خبرو کې وويل، چې د دو لونګ قوم خلک زيات نه دي، خو د چين د ۵۶ قومونو په لويه کورنۍ کې برابر حقوق لري. د چين کمونېست ګوند د بېلا بېلو قومونو پرمختګ او ابادۍ ته پاملرنه لري. د هېواد د مختلفو قومونو خلک بايد په ګډه د نسبتا شتمنې ټولنې د جوړېدو موخې ته ورسيږي او ګوند او حکومت به په دې بهير کې تل له دوی څخه ملاتړ وکړي.

د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نيمايي کې په يون نان ولايت کې د جي نو قوم، ده انګ قوم او دو لونګ قوم خلک ټول له بېوزلۍ څخه وتلي دي. شي جين پينګ د همدې کال د اپريل په لسمه نېټه يو ځل بيا د دو لونګ جيانګ کليوالو ته د ځوابي پيغام په ليږلو سره دوی ته مبارکي وويله او دوی يې کار ته وهڅول.