د جي ۷هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر وضعیت بحثونه وکړل
cri2021-08-20 11:28:38
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۷ هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي ټولنې جګپوړو استازو د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه ويډيويي غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحثونه وکړل. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دومينک راب تر دغې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د افغانستان وضعیت د نړيوالې ټولنې پاملرنې او غبرګون ته اړتيا لري او دغه هېواد بايد بيا د ترهګرۍ ځاله ونه ګرځي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، يادو وزيرانو د افغانستان وضعیت په هکله د امنيت شورا له اعلان څخه ملاتړ وکړ او په دې هېواد کې د بشري بحران ته ډېره پاملرنه کوي. په افغانستان کې بايد زورزياتي سمدلاسه ختم شي، د ښځو، ماشومانو او لږکيو بشري حقونه دې وساتل شي، او اړوندې خواوې بايد د دې هېواد د راتلونکي په اړه ټول شموله خبرې اترې تر سره کړي. (هيله)