امريکا د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په چارو کې ترهګريزې کړنې تر سره کوي
CRI2021-08-20 16:01:21
شريکول:

يوې کړه سرچينې په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د امريکا د استخباراتي ادارې تش په نوم پلټنې کې هيڅ رښتينی پرمختګ نه دی تر لاسه شوی، خو د دغه هېواد د حکومت لوړ پوړي چارواکي په دې نظر دي، چې د دوی اصلي موخه پلټنه نه ده، بلکې د پلټنې ارزښت يې دا دی، چې د دغه کار له لارې د چين ديپلوماتيکې سرچينې بوختې کړي او په مذاکراتو کې له چين څخه لوړه بيه وغواړي.

که ياد خبر حقيقت ولري، دا به د امريکا د اقرار نامې په توګه ثبت شي، چې دغه هېواد د کوويډ-۱۹ د ريښې د لټون په چارو کې سياسي لاسوهنه او کنترول غواړي. له دغه خبر څخه نړيوالو ته دا څرګنده شوې، چې د کوويډـ۱۹ د ريښې د لټون په اړه د امريکا ترهګريزې کړنې د دغه ويروس په پرتله لا تباه کوونکې دي. د چين دريو فکري ارګانونو په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې، امريکا په نړۍ کې ((د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په چارو کې لومړی لوی ترهګريز هېواد )) بلل شوی دی.

د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د امريکا ځينو چارواکو او سياستوالو د دغې وبا په پلمه د نورو هېوادونو د بدنامۍ هڅې کړي او بې ځايه خبرې او نظريې يې خپرې کړي دي. د تېر کال په اپريل کې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې (( د وو هان له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ ويروس  د خپرېدو شواهد يې تر لاسه کړي دي)). خو هغه امريکايي چارواکي چې د کوويډ-۱۹  ويروس د ريښې د لټون په څېړنو کې يې برخه درلودله، بيا وويل، چې هيڅ داسې شواهد نشته، چې د نوموړي خبرې تاييد کړي. د امريکا د نوي حکومت له لوړې وروسته يو ځل بيا له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ د خپرېدو نظريه راپورته شوې او غواړي پر چين ککړې اوبه واچوي.

د امريکا حکومت پر چين د بې بنسټه تورونو د لګولو په موخه خپل ملګري هېوادونه راپاڅولي، د روغتيا پر نړيوال سازمان او د علمي روحيې لرونکو ساينس پوهانو يې فشارونه اچولي او غواړي د نړيوالو افکارو کنترول په لاس کې واخلي، ‏حتی د دغه هېواد ولسمشر  د خپل هېواد استخباراتي ادارې ته حکم کړی، چې په ۹۰ ورځو کې د کوويډ-۱۹ د ريښې د لټون نتيجه خپره کړي. امريکا په دغو ناوړو کړنو سره د اخلاقي له سرې کرښې پښې اړولي، د ساينس له عمومي معلوماتو څخه يې سرغړونه کړې او د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ ته يې ډېر زيانونه رسولي دي.

پر ساينسپوهانو فشار او د امريکا ظالمانه کړنو د نړيوالو غوسه راپارولې ده. د بېلګې په توګه، د امريکا د ايکولوژۍ او روغتيا ټولنې مشر پيتر داسزاک په روان کال کې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو د ډلې د غړي په توګه په اړوندو پلټنو کې چې په چين کې تر سره شوې، ګډون کړی و. نوموړي د چين په اړه عادلانه خبرې وکړي او ورپسې د څېړنو پيسې يې د امريکا روغتيا ملي انسټېټيوټ د څېړنو پيسې پرې بندې کړې.

د امريکا په غوښتنې او فشار ، د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون د دوهم پړاو پلان چې د روغتيا نړيوال سازمان دارالانشا له خوا د غړو هېوادونو بحثونو ته وړاندې شوی، د ساينس او همکارۍ روحيه له لاسه ورکړې ده.  څه باندې ۷۰ هېوادونو په دې وروستيو کې د روغتيا نړيوال سازمان مشر ته د پيغامونو د ليږلو، د اعلاميو د خپرولو او کتنو له لارې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون د لومړي پړاو پلټنې له نتيجې څخه ملاتړ څرګند کړی او د دې مسئلې د سياسي رنګ سره يې مخالفت کړی دی. نړيواله ټولنه پوهيږي، چې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په اړه ترهګريزې کړنې د ګردې نړۍ لپاره خطرناکې دي.

د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون کار د ساينس مسئله ده او د سياستوالو تر کنترول لاندې بايد را نه شي او د ټولنې د پاشل کېدو سبب بايد و نه ګرځي. د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن فکري ارګان په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې يوه سروې خپره کړې، چې له مخې يې، د ۸۰ سلنه ګډنوالو په اند د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون مسئلې ته سياسي رنګ ورکړل شوی دی؛ ۸۳.۱  سلنه ګډونوالو ويلي، چې په امريکا کې دې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون پلټنې تر سره شي. د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په چارو کې د نړۍ لومړی لوی ترهګريز هېواد امريکا بايد له هغه خوب څخه پورته شي، چې پر چين د بې بنسټه تورونو د لګولو له لارې غواړي د خپلې ناکامۍ مسئوليت ليرې کړي.

(ياسمين)