بهرنی ځواکونه دې د شي ځانګ په کورنيو چارو کې لاسوهنه شوم نيت بنده کړي
cri2021-08-20 12:02:11
شريکول:

سږ کال د چين د شي ځانګ د سوله ييزې ازادې له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. د اګيست په ۱۹مه نېټه د شي ځانګ په مرکز لا سا ښار کې د دې سيمې د سوله ييزې ازادۍ ورځ ولمانځل شوه او د لمانځغونډې فضا له خوشحالۍ څخه ډکه وه، د ټولو وګړيو پر مخونو ماسک ليدل کېده او د شي ځانګ د ټولنې ارامتيا او سمسورتيا ترې ښکارېده. 

د امپرياليزم ټول ځواکونه د شي ځانګ له سوله ييزې ازادۍ وروسته له دې سيمې څخه ووتل او د هېواد د حاکميت او د خاورې بشپړتيا وساتل شوه او دغه راز د شي ځانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د چين له نورو قومونو سره يو ځای د هېواد له حاکميت او احترام څخه ګټې اخيستې دي. 

د شي ځانګ د پرمختګ او ابادۍ ۷۰ کلن ګامونه په تاريخ کې ثبت شوي، د دې سيمې وګړي پوهېږي چې يووالی او ثبات د نيکمرغه ژوند بنسټ دی او بېلتون غوښتنه او ناارامتيا د زيانونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.  (هيله)