شي جين پينګ: زما له چين سره د مينې نظر هر ماشوم ته ورکړی
cri2021-08-20 17:27:11
شريکول:

 د چين حکومت د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګريس راهيسې، ملي ښوونيزو چارو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې هر وخت دې ته په اشارې ويلي، چې ښوونيزې چارې يو بنسټيز کار دی او د هيواد د کورواکو سيمو د يووالي او پرمختګ لپاره ډېر مهم لري.
نوموړی څو څو ځلې د هيواد پوهنتونونو ته تللی او هلته يې له محصلينو سره کتلي او د دوی د درسونو په اړه یې مالومات ترلاسه کړي دي. 

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال د اپريل په ۲۸ مه نېټه د شينجيانګ د کاشغر ښار د توکزيک ښارګوټي مرکزي مکتب ته ولاړ او هلته يې د زده کوونکو د زده کړو په اړه مالومات ترلاسه کړل.


 
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې د چونګ چينګ ښار د شي جو تو قوم کلي له جونګ يي شيانګ مکتب څخه ليدنه وکړه او زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول.


 
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال په جولای کې له نې منګ ګو پوهنتون څخه کتنه وکړه.