د چين په کليوالو سيمو کې له ملي لږکيو سره د رئيس شي کېسه
CRI2021-08-20 18:17:28
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې د هېواد د ملي لږکيو له استوګنځيونو څخه ليدنې کړي او له دوی سره يې صميمي خبرې اترې کړې دي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په نومبر کې د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيه قوم او مياو قوم کورواکې ولسوالۍ له شه باو دونګ کلي څخه ليدنه وکړه او هلته د ځايي بېوزلې کليوالې شه پا جوانګ کور ته ورغی او له نوموړې سره خبرې وکړې.

شي جين پينګ: (( تاسو زما د مشرې خور په شان ياست، په ليدنه مو ډېر خوشحال شوم.)) 

شه پان جوانګ: (( ستا ښه راغلاست ته سترګې په لار يم. تاسو زموږ لوی رهبر يئ او زموږ ژوند ته ډېره پاملرنه کوئ.

شي جين پينګ: (( زه د خلکو خدمتګار يم.)) 

د شه باو دونګ کلي ټول کليوال په ۲۰۱۷م کال کې له بېوزلۍ څخه وتلي دي او دغه کلي اوس ښه پرمختګ کړی دی. شه پا جوان د خپل کور د دروازې پر وړاندې خوراکي توکي او قومي جامې پلوري او ژوند يې ډېر ښه شوی دی.

د چين د ملي لږکيو په کليوالو سيمو کې د يادې کيسې په شان نورې کېسې هم شته دي.