سهيل شاهين: چين کولی شي چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې پرمخبيولو لپاره رغنده رول ولوبوي
CRI2021-08-20 15:45:40
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي ين وياندې تيان وې د اګست په ۱۹مه نېټه د طالبانو له  وياند محمد سهيل شاهين سره مرکه وکړه. شاهين د افغانستان د سولې او بيا رغونې د يادولو په وخت کې څرګنده کړه، چې موږ څو ځلې چين ته ولاړ و او دغه هېواد د افغانستان د سولې او بيا رغونې په برخه کې تل مهم رول، په تېره بيا د افغانستان د سولې او روغې جوړې د پرمخبيولو په بهير کې رغنده رول لوبولی دی. نوموړي وويل، چې چين مخکې د افغانستان د مسئلې په هکله يو ځانګړی استازی درلود او طالبانو ورسره دوامدار تماسونه ساتلي وو. دغه هېواد اوس د افغانستان د مسئلې په هکله يو نوی استازی ګمارلی او طالبان ورسره په اړيکه دی. چين تل د افغانستان د سولې او روغې جوړې لپاره فعال خدمتونه تر سره کړي دي او هيله يې وښوده چې په راتلونکې کې به دغه هېواد د افغانستان په ابادۍ کې نور خدمتونه وکړي او د افغانستان خلک ترې ډېرې تمې لري.