چين په دوامدار ډول د نړيوال اقتصاد په اعاده کولو کې ثابت خدمت کوي
CRI2021-08-21 14:47:12
شريکول:

اوس د کوويډـ۱۹ نوی ډول ويروس په نړۍ کې ډېر خپرېږي، چې څه نا څه د نړیوال اقتصاد د اعاده کېدو په بهير کې يې خنډ اچولی. د چين رسمي مقامات په دې وروستيو ورځو کې د جولای مياشت اړوندې اقتصادي شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د بهرنيو عواملو د زياتوالي، د کورنيو سيلابونو او په ځينو ځايونو کې د کرونا وبا له امله، د دې هېواد د ځينو عمده اقتصادي ګرافونو د زياتوالي سرعت ټيټ شوی دی. خو په عمومي توګه د چين عمده اقتصادي ګرافونه لا هم په مناسبې اندازې کې دي او اقتصاد په دوامدار ډول ثابت پرمختګ کړی.

اوس نړيوال اقتصاد ثابت نه دی، نو دا د نړيوال اقتصاد د اعاده کولو لپاره ډېر مهم دی چې د چين اقتصاد ثبات وساتي. که څه هم له نه نړيوال کېدو او پروتېکشنيزم سره مخامخ شو، چين تل ورخلاصون ساتي او د نړيوال اقتصاد په اعاده کولو کې خپل خدمت کوي. ځيني تحليل کوونکو وويل، چې چين به په دوامدار ډول د نړيوال اقتصاد په اعاده کولو کې ثابت خدمت لري.