امريکا په افغانستان کې د شل کاله جنګ وروسته دغه هېواد ته څه رسولي؟
CRI2021-08-21 14:53:09
شريکول:

سختې مرګ ژوبلې:

د امريکا د برون پوهنتون له خوا د جنګي بيو په هکله د شميرنې د اړوند ارقام له مخې، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې د امريکا له خوا پيل شوې جګړې په مستقيمه توګه د ۷۱ زرو ملکي کسانو په ګډون ۲۴۱ زرو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې. دغه راز د جنګ له امله د ناروغۍ، د خوراکونو، اوبو او بنسټيزو تأسيساتو د کموالي او د نورو غيرمستقيمو لاملونو له امله د مړه شويو کسانو شمېر لا ډېر زيات دی. د کابل پوهنتون د پوهانو د ارزونې له مخې، په دغه جنګ کې هره ورځ په منځنې ډول ۲۵۰ تنه مړه او ټپيان شوي.

پر دې سربېره، د هغو کسانو لا شمېر نه دی معلوم چې د افغانستان ملکي وګړي د امريکا او د ناټو ځواکونو له خوا ټپيان شوي حتی وژل شوي دي. د بيلګې په توګه، د استراليا پوځ په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو جرمونه درلود.

(د استراليا د دفاع پوځ قومندان انګوس کامپبيل د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې په افغانستان کې د دغه هېواد د ميشت پوځ په اړه بريريتون راپور خپور کړ. په څلورو کلونو کې د څيړنيز راپور له مخې، د استراليا د ځانګړو پوځونو ۲۵ تنه عسکر په دې تورن و، چې د افغانستان د بنديانو او ملکي وګړو په ۲۳ پيښو کې يې لاس درلود او له امله يې ۳۹ تنه وژل شوي او نور دوه تنه تر ځورونې لاندې و.)

د کډوالو مسئله

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د تير جولای په منځ کې يوه په مطبوعاتي غونډه کې په اخطار سره ويلي، په افغانستان کې د بشر دوستۍ بحران بايد حل شي، چې ترينګلتيا او نښتې ملکي وګړو ته ډېر زيانونه رسولي دي او زيات شمېر خلک بې کوره شوي دي. د اړوندې ارزونې له مخې،  د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راهيسې، د ترنګلتيا او زور زياتي پيښو له امله ۲۷۰ زره افغان وګړي بې کوره شوي او څه له پاسه ۳ ميليونه ۵ لکه تنه وګړي له خپل وطن څخه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د چين د مرکزي ټلويزيون د خبر له مخې، د افغانستان په جنګ کې شاوخوا ۱۱ ميلونه ملکي وګړي کډوال شوي.

د خلکو سخت ژوند

د ملګرو ملتونو د اړوندې شميرنې له مخې، په پخوانيو شلو کلونو کې که څه هم په افغانستان کې د يوې اندازې پرمختګ شوی، خو ځيني مهم ګرافونه په ښکاره توګه سخت شوي. اوس مهال په افغانستان کې د هر تن په سر جي ډي پي په نړۍ کې ۲۱۳ م مقام نيسي چې د بې روزګاري انډول له ۵۰ سلنې څخه  او د بېوزليتوب انډول له ۷۰ سلنې څخه زيات دی. په افغانستان کې د هر تن په سر د کسانو عمر يوازې ۵۳ اعشاريه ۲۵ کاله دی چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو ټيټ دی. د روان کال د مارچ په پيل کې د حالاتو د ترينګلتيا مخکې ملګرو ملتونو ارزونه وکړه، چې شاو خوا ۱۳ ميليونه او ۱۵۰ زره افغانان د غلودانو د کموالي له ستونزو سره مخ دي چې بيړني بشر مرستو ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو اړوندې څانګې څرګنده کړې، چې په وروستې موده کې شاو خوا ۱۸ ميليونه افغانان مرستو ته اړتيا لري.

ترهګرۍ

امريکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې نيټې له ترهګريز بريد وروسته د افغانستان جنګ پيل کړ. خو شل کلونه تير شوي، په افغانستان کې امنيتي حالات نه دي بدل شوي، حتې له دغه هېواد څخه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته لا سخت شوي. يوناما په اپريل کې راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال په لومړي موسم کې ۵۷۳ تنه ملکي وګړي وژل شوې او ۱۲۱۰ تنه ټپيان شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹سلنه زيات شوی او د ښځو او ماشومانو د مرګژوبلې شمېر د تېر کال په پرتله په جلا جلا توګه ۳۷سلنه او ۲۳ سلنه زيات شوی. د افغانستان د سياسي چارو کارپوه نضري پارياني ويلي، د امريکا له خوا د ترهګرۍ ضد په جنګ کې زيات شمېر ملکي وګړي او د افغانستان د امنيتي پوځ غړي وژل شوي دي، خو اوسمهال په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو شمېر د شل کاله مخکې هغې چي تر لس کم و اوس تر شلو هم اوښتی دی.